افغانستانامنیتپښتوکندهار

د کندهار – هلمند پر لویه لار ۳۸ کارټنه قاچاقي درمل او یوه… — Pajhwok

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-12 13:57:03🎙 راډیو واورئ

کندهار (پژواک) – د کندهار امنیه قومانداني وایي، د کندهار – هلمند پر لویه لار یې د ۳۸ کارتنه قاچاقي درملو، ۲۲ ګرامه هیروینو او ۲۵ ګرامه تریاکو د لېږد مخه نیولې او په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي. د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ پژواک ته وویل، د دې قوماندانۍ ځواکونو د کندهار او هلمند پر لویه لار، د کښته میوند ولسوالۍ د خاکي چوپان په سیمه کې د ۳۸ کارتنه قاچاقي درملو، ۲۲ ګرامه هیروینو او ۲۵ ګرامه تریاکو د لېږد مخه نیولې ده. هغه وايي چې په دې تړاو پنځه تنه نیول شوي دي. د ده په وینا، په یوه جلا پېښه کې یو تن د یوه برېښنايي مولد د غلا په تور هم نیول شوی دی. جمشید وايي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-12 13:57:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کندهار – هلمند پر لویه لار ۳۸ کارټنه قاچاقي درمل او یوه اندازه نشه‌یي توکي نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-12 18:23:26

د کندهار – هلمند پر لویه لار ۳۸ کارټنه قاچاقي درمل او یوه اندازه نشه‌یي توکي نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button