کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اروپايي هېوادونو ته ویلي چې د سولې او یا هم اوکراین کې د جګړې په تړاو خپل دریځ روښانه کړي او خبرداری یې ورکړی چې اوکراین د لوېدیځو هېوادونو له لوري د ځواکونو استول به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي. رویټرز راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د هغه له زوم جرد کوشنر سره په مسکو کې د لیدنې پر مهال کړې دي. د راپور له مخې، پوتین ویلي چې روسیه له اروپايي ټولنې سره د اوکراین په اړه خبرو اترو ته تل چمتو وه او دغه خبرې یې نه دي پرې کړې، بلکې اروپایانو له روسیې سره خبرې درولې دي. هغه زیاته کړې: «موږ هېڅکله له اروپا سره د خبرو اترو مخالفت نه دی کړی او نه مو دغه خبرې ورسره پرې کړې دي؛ دا اروپایان وو چې له روسیې سره یې خبرې پرې کړې.» پوتین له امریکايي استازو غوښتي چې له خپلو اروپايي متحدینو سره کار وکړي، څو هغوی روښانه کړي چې په اوکراین کې سوله غواړي او که جګړه. نوموړي خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړې له ترلاسه کېدو وروسته اوکراین ته د غربي هېوادونو د ځواکونو استول به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي؛ ځکه روسیه به دا اقدام د خپل امنیت پر وړاندې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
پوتین اروپا ته: سوله او که په اوکراین کې جګړه؟ پرېکړه وکړئ