Diplomacyافغانستانپښتوکندهار

سوداګر: درمل په ګمرک کې په قصدي ډول خرابېږي، خو پړه یې پر… — AF International

روان خبرDiplomacyکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-13 01:25:29🎙 راډیو واورئ

په کندهار کې د درملو سوداګر وایي، هغه درمل چې په قانوني اسنادو هېواد ته راوړل کېږي، د ګمرکي چارو او کیفیت معلومولو په نوم د اوږدې مودې لپاره په نامناسبو شرایطو کې ساتل کېږي، چې له امله یې د خرابېدو او د کیفیت د له منځه تلو خطر زیاتېږي. د دغو شپږو ځوانانو خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغوی وروستۍ اړیکه یا پیغام هغه مهال و چې غوښتل یې له سرحدي لارو ترکیې ته واوړي. د دغه کورنیو په وینا، سره له دې چې د خپلو زامنو د موندلو لپاره یې بېلابېلې هڅې کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې هغوی ژوندي دي او که مړه شوي دي. د دغو کورنیو اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په تېرو څو ورځو کې د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په اړه راپورونه خپاره شوي او په دې لاره کې یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د ورکو شویو ځوانانو له ډلې د فرهاد په نوم یو ۲۲ کلن ځوان هم دی. د هغه ورور فریدون د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې له فرهاد څخه هېڅ خبر نه لري. د هغه په وینا، فرهاد د جمعې په ماښام ( د لړمه ۷مه)…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-13 01:25:29

مهالوېش

  1. AF International

    سوداګر: درمل په ګمرک کې په قصدي ډول خرابېږي، خو پړه یې پر موږ اچول کېږي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-12 23:31:26

سوداګر: درمل په ګمرک کې په قصدي ډول خرابېږي، خو پړه یې پر موږ اچول کېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button