افغانستانامنیتدریکندز

په کندوز کې ناپېژنده وسله والو یو ځایي کس وژلی دی — AF International

در حال تکمیلSecurityکندز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-13 01:25:34🎙 رادیو را بشنوید

ځايي سرچینې وايي، درېیو ناپېژاندو وسله‌والو د کندوز ښار په حلبۍ سازۍ کوڅه کې د نواب مجددي په نوم د یوه رستورانت پر خاوند ډزې کړي او وژلی یې دی. د سرچینو په وینا، مرمۍ د نوموړي پر پښو او سینه لګېدلي او له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې زیاتوي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۲۰مه) د سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده. د هغوی په خبره، وسله‌والو کسانو پر نواب مجددي له ډزو وروسته هغه په چاقو هم وهلی او بیا له سیمې تښتېدلي دي. د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دغه کس د وژل کېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي. د مجددي خپلوان وايي، نوموړي له چا سره شخصي دښمني نه لرله او له څو کلونو راهیسې یې خپل شخصي کاروبار او هوټل کوه. هغوی د پېښې د عاملانو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې، د کندز یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د وسله‌والو له‌خوا د خلکو وژل کېدل د خلکو وېره او اندېښنې زیاتې کړې دي. د دغو شپږو ځوانانو خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغوی وروستۍ اړیکه یا پیغام هغه مهال و چې غوښتل یې له سرحدي لارو ترکیې ته واوړي. د دغه کورنیو په وینا،…

اطلاعات کوتاه

مکانکندز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-13 01:25:34

خط زمانی

  1. AF International

    په کندوز کې ناپېژنده وسله والو یو ځایي کس وژلی دی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-12 21:32:05

په کندوز کې ناپېژنده وسله والو یو ځایي کس وژلی دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button