EconomyKabulافغانستاندری

افغانستان او تاتارستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا هوکړه وکړه — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-13 04:19:58🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان او د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیروویچ کوروبچنکو په مشرۍ جوړه شوې وه. سرچينه کاږي چې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د چارو ادارې او یو شمېر دولتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د کرنې او خوراکي توکو وزیر مارات عزاتوویچ زیاباروف، د «یادران» شرکت عمومي رییس ګلب سرګیویچ ماکاروف، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز رییس رستم ریناتوویچ خبیبولین او د تاتارستان د ۱۵ سترو اقتصادي او سوداګریزو شرکتونو استازي هم د دغه جمهوریت په پلاوي کې شامل وو. سرچینه لیکي چې په دې غونډه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا سربېره، د روسیې بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او پنبې د صادراتو پر زیاتوالي او له تاتارستان څخه افغانستان ته د بورې، نفتو، مایع ګاز او غنمو په ګډون د اړینو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-13 04:19:58

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغانستان او تاتارستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا هوکړه وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-13 08:48:13

افغانستان او تاتارستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا هوکړه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button