EconomyKabulافغانستاندری

منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-13 06:27:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور او پانګونې د پروګرام پر وړاندې به مخالفت وکړي او د دغو سرچینو د پلور اجازه به ورنه کړي. پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت، چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي، د کانونو، طبیعي زېرمو او نورو شتمنیو د پلور پروګرام د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلام‌اباد کې پلان شوی دی. هغه زياته کړې چې د خیبر پښتونخوا شتمنۍ د پښتنو دي او پنجاب د هغو د پلورلو واک او حق نه لري. د نوموړي په خبره چې د دې پرېکړې پر ضد به د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د نړۍوال بانک مخې ته لاریون وشي او له ټولو پښتنو یې غوښتي چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي. پښتین ویلي چې د هغو شرکتونو برېښنالیک پتې یې موندلې چې په دغه پروګرام کې ښکېل دي او په پام کې لري چې د اعتراض لیکونه ورولېږي، څو د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور له تړونونو سره خپل مخالفت څرګند کړي. هغه د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په اړه هم ادعا کړې چې دغه عملیات د پښتنو د جبري بې‌ځایه کولو او د هغوی د طبیعي زېرمو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-13 06:27:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه نه ورکوو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-13 10:54:09

منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه نه ورکوو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button