کابل (پژواک) – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور او پانګونې د پروګرام پر وړاندې به مخالفت وکړي او د دغو سرچینو د پلور اجازه به ورنه کړي. پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت، چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي، د کانونو، طبیعي زېرمو او نورو شتمنیو د پلور پروګرام د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلاماباد کې پلان شوی دی. هغه زياته کړې چې د خیبر پښتونخوا شتمنۍ د پښتنو دي او پنجاب د هغو د پلورلو واک او حق نه لري. د نوموړي په خبره چې د دې پرېکړې پر ضد به د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د نړۍوال بانک مخې ته لاریون وشي او له ټولو پښتنو یې غوښتي چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي. پښتین ویلي چې د هغو شرکتونو برېښنالیک پتې یې موندلې چې په دغه پروګرام کې ښکېل دي او په پام کې لري چې د اعتراض لیکونه ورولېږي، څو د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور له تړونونو سره خپل مخالفت څرګند کړي. هغه د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په اړه هم ادعا کړې چې دغه عملیات د پښتنو د جبري بېځایه کولو او د هغوی د طبیعي زېرمو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه نه ورکوو
Sources
Afghan sources
منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه نه ورکوو