Economyافغانستاندریهرات

هرات کې د زړو توکو پېر او پلور؛ د زرګونو کسانو د ژوندي… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-13 10:42:46🎙 رادیو را بشنوید

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، د زړو او له کاره لوېدلو توکو په راټولو او پلورلو سره د خپلو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لګښتونه برابروي، په داسې حال کې چې د ځینو ورځنی عاید تر سلو افغانیو هم ټیټ وي. خیرالله چې هره ورځ د هرات ښار په کوڅو کې د پلاستیکي، فلزي بوتلونو او زړو توکو د راټولو لپاره ګرځي، په دې اړه آمو ته وايي: «ځینې ورځې اویا یا سل روپۍ ګټه کوو، ځینې ورځې درې سوه او ان څلور سوه هم کېږي. همدا مو کار دی، د زړو توکو په راټولولو پسې ګرځو. د نوشابې ښیښې او داسې نور شیان اخلو. دلته یې ګراج ته راوړو، دوی یې اخلي او همدلته یې پلورو.» په همدې حال کې صدیق‌الله چې د یوولس کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري، وايي چې د ټولې ورځې له کاره وروسته هم لږ عاید ترلاسه کوي: «زموږ په کورنۍ کې یوولس کسان دي، دوه کورنۍ یو. له سهاره تر ماښامه چې د زړو توکو راټولولو لپاره بهر وځم، سل تر یو نیم سل روپۍ ګټم. بیا هم د خدای شکر دی. خو تر دې زیاته ګټه نه کېږي.» بلخوا، د زړو توکو د یوه ګراچ مالک الله‌داد وايي چې دوی راټول شوي توکي د هرات صنعتي ښارګوټي پر شرکتونو پلوري: «دا اوسپنه او زاړه توکي چې موږ یې اخلو، لکه د…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-13 10:42:46

خط زمانی

  1. Amu TV

    هرات کې د زړو توکو پېر او پلور؛ د زرګونو کسانو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ وسیله | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-12 23:55:00

هرات کې د زړو توکو پېر او پلور؛ د زرګونو کسانو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ وسیله | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button