د طالبانو حکومت اعلان کړی، چې د روسیې د فدراسیون د یوه لوړپوړي پلاوي د کابل د سفر پر مهال، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوله، د کابل او مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي. د دغو تفاهملیکونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو حمدالله فطرت لیکلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دواړو هېوادونو د یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې دي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-13 11:06:26
Timeline
-
Bbc
کابل او مسکو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
Sources
External sources
BbcPS
2026-11-13 07:08:58
کابل او مسکو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل