EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-13 12:20:13🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د دغه جمهوريت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر کوروبچنکو اولیګ ولادیمیروویچ کوله؛ په شتون د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړنۍ ناسته په کابل کې ترسره شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي شرکتونو استازو، د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د کرنې او خوراکي توکو وزیر زیاباروف مارات عزاتوویچ د «یادران» عامه سهامي شرکت عمومي رئیس ماکاروف ګلب سرګیویچ په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز رئیس خبیبولین رستم ریناتوویچ او د تاتارستان جمهوریت د ۱۵ سترو اقتصادي او سوداګریزو شرکتونو استازو هم ګډون کړی و. په ياده ناسته کې دواړو لوريو د سیمه ییز اتصال د ښه‌والي، د لېږد رالېږد د اسانتیاوو برابرولو او د ټرانزیټي خنډونو د راکمولو په موخه د شته ظرفیتونو پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی. د تاتارستان جمهوریت لوري له افغانستان سره د کرنې لوژستیک ترانسپورټ او ټرانزیټ کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا او همدا رنګه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی. په ناسته د افغانستان د سوداګریزو او تولیدي شرکتونو د معرفي کولو، د تاتارستان لوري ته د پانګونې د نویو فرصتونو پېژندلو او د دواړو لوريو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو همکاریو لپاره د زمینې برابرولو په اړه هم بحث شوی دی. دواړو لوريو همدا رنګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا په موخه د شرکتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی. د ناستې په پای کې، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د لېوالتیا په څرګندولو سره د ګډې کاري کمېټې د فعالیتونو پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب، د پرمختګ د ارزونې او د عملي اقداماتو د همغږۍ په موخه د راتلونکو غونډو د انلاین بڼې پر ترسره کولو هوکړه شوې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-13 12:20:13

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-13 06:29:15

د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button