طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي. په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي. سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانهنیستل شي. هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې. د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
Sources
Afghan sources
طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي