Kabulافغانستانامنیتپښتو

طالبان په کابل کې د مولوي هبت الله د «فرمانونو» په اړه علمي… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-13 13:26:10🎙 راډیو واورئ

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په کابل پوهنتون کې د مولوي هبت الله د فرمانونو په تړاو عملي او څېړنیز کنفرانس جوړوي. د سرچینو په خبره، ښايي هبت الله هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. په کابل کې ځايي سرچینو نن جمعه، د لړم پر ۲۲مه وویل، چې طالبانو د مولوي هبت الله د فرمانونو په اړه عملي او څېړنیز کنفرانس لپاره سخت د امنیتي تدابیر هم نیول شوي دی او د کابل پوهنتون اړوند لیلې یې هم له محصلینو خالي کړي دي. د رارسېدلو معلوماتو له مخې ددې کنفرانس لپاره نه یوازې کابل څخه بلکې له ولایتونو څخه هم ملایان او د طالبانو غړي دعوت شوي دي او د هغوي لپاره د شپې تېرولو اسانتیاوې برابرې شوي دي. لاتروسه طالبانو ددې کنفرانس لپاره په رسمي ډول څه نه دي ویلي. له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو او پرېکړو یوه مهمه برخه پر سیاسي او اداري واک د تمرکز، د شرعي او قضایي نظام د تنظیم، د ښځو او نجونو د ټولنیز حضور د محدودولو، د نشه‌يي توکو د کښت د منع کولو، د دولتي ځمکو د کنټرول او د دولتي ادارو د بیا تنظیم پر موضوعاتو راڅرخي. دا ټول فرمانونو طالبانو په رسمي جریده کې هم چاپ کړي دي. د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-13 13:26:10

مهالوېش

  1. AF International

    طالبان په کابل کې د مولوي هبت الله د «فرمانونو» په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس جوړوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-13 10:37:14

طالبان په کابل کې د مولوي هبت الله د «فرمانونو» په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس جوړوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button