EnglishKabulافغانستانامنیت

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې چاودنې شوې؛ ۱۸ کسان ټپیان دي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-07 09:55:16🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دوو چاودنو له امله د څلورو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي؛ دغه پېښه داسې مهال شوې چې د فرانسې ولسمشر د سوریې په سفر بوخت دی. الجزیرې راپور ورکړی چې نن (سه‌شنبه) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې لږ تر لږه دوه چاودنې شوې دي. د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې، د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان چې څلور پولیس هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. یوه امنیتي چارواکي الجزیرې ته ویلي، چاودنې په یوه ګڼ‌مېشته او له ملکي وګړو ډکه سیمه کې شوې او دا یې «یو جنایتکارانه عمل» بللی دی. د الجزیرې خبریال ویلي، چاودنې د سوریې د ګرځندوی وزارت او هغه هوټل ته نږدې شوې چې ټاکل شوې وه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دمشق ته د خپل سفر پر مهال پکې واوسي. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، مکرون د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر لور د تګ پر مهال د چاودنو غږ نه دی اورېدلی او د هغه د سفر پروګرام له کوم بدلون پرته دوام موندلی دی. سوریایي چارواکو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې تړلې او د چاودنو د لامل او عاملانو په اړه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-07 09:55:16

Timeline

  1. Pajhwok

    د سوریې په پلازمېنه دمشق کې چاودنې شوې؛ ۱۸ کسان ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-07 14:24:21

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې چاودنې شوې؛ ۱۸ کسان ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button