Summary: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت د امنیې قوماندان مولوي عبدالکریم نافذ په ملتیا، د قرقین او خمآب لرې پرتو سرحدي ولسوالیو ته سفر وکړ او د دغو سیمو د اوبو، کرنې او امنیتي وضعیت ارزونه یې وکړه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د آمو سیند او د قرقین او خمآب ولسوالیو له کرنیزو ځمکو لیدنه وکړه او په دغو سیمو کې یې د کرنې او مالدارۍ شته ظرفیتونه وڅېړل. مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د پراخو اوبو سرچینو او کرنیزو ځمکو په اړه ویلي، چې هېواد د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او د اوبو د سرچینو په اغېزمنې استفادې، د کرنیزو ځمکو په سم مدیریت او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو سره کولای شي په منځنۍ آسیا کې پر یوه مهم کرنیز او مالدارۍ هېواد بدل او له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد واوړي. بلخوا، د جوزجان امنیې قوماندان د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې له امنیتي او سرحدي پوستو لیدنه وکړه او د سرحدي سیمو امنیتي وضعیت یې له نږدې وارزاوه. قرقین او خمآب د جوزجان له لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو څخه دي، چې دغه ولسوالۍ د سختو لارو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت کې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کرنې اوبولګولو او مالداری وزیر د جوزجان د قرقین او خمآب ولسوالیو د اوبو او د کرنې د ظرفیتونو ارزونه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د کرنې اوبولګولو او مالداری وزیر د جوزجان د قرقین او خمآب ولسوالیو د اوبو او د کرنې د ظرفیتونو ارزونه وکړه