د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونه پرانیستل شوې، چې موخه یې د ښځینه سوداګرو ملاتړ او د هغوی د تولیداتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو برابرول دي. د پاکستانۍ خپرونې «فرایډی ټایمز» د نومبر پر ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د اسنادو پرلهپسې پلټنې، د کورونو چاپې او ډلهییزې شړنې د لاهور په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، محمد یوسف، چې په لاهور کې زېږېدلی افغان دی، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۷مه د راوي سیند ته څېرمه د ساجیان پله په سیمه کې د خیبر رستورانت مخې ته د پولیسو له خوا ونیول شو. د هغه ورور سیفالله سلیمانخېل وايي، یوسف د وینې د لوړ فشار له امله هغه ورځ کار ته نه و تللی او سیمې ته د یوه ملګري لیدو لپاره ورغلی و. د سیفالله په وینا، د یوسف ویزه پای ته رسېدلې وه او پولیسو تر نیولو وروسته د کوټ لکپت زندان ته ولېږداوه. هغه سیمې ته په اشارې چې پخوا پکې ګڼې افغانې کورنۍ اوسېدې، سیفالله وايي: «اوس په دې کوڅه کې یوه کورنۍ هم نه ده پاتې؛ ټولې کورنۍ تللې دي.» د راپور له مخې، د سیفالله کورنۍ په ۲۰۲۵ کال کې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو لپاره سوداګریزه خونه جوړه شوې
Sources
Afghan sources
د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو لپاره سوداګریزه خونه جوړه شوې