افغانستانامنیتپښتوکندهار

از قاچاق ۱۵۹ سکۀ تاریخی به خارج از کشور در کندهار جلوگیری شد — Pajhwok

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-14 07:27:55🎙 راډیو واورئ

کندهار (پژواک) – د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سکې د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو، امان‌الله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو له دورو سره تړاو لري. سرچینه زیاتوي، یوه کس غوښتل یادې سکې په قاچاقي ډول له هېواده بهر ولېږدوي، خو د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر امنیتي ځواکونو کشف او ضبط کړې. د یاد وزارت په وینا، نیول شوی کس به له څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي سکو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-14 07:27:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کندهار کې بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-14 11:55:54

کندهار کې بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button