EconomyKabulافغانستانپښتو

پاکستانۍ څېړونکې: بدیلو لارو ته د افغان سوداګرو مخه کول د پاکستان صادراتي… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-14 08:57:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – یوه پاکستانۍ څېړونکې وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو افغان سوداګر د بدیلو لارو کارولو ته هڅولي او پاکستان یې د پېرودونکو، صادراتي بازارونو او د ټرانزیټي لارې په توګه د خپل رول له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړی دی. د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو پاکستانۍ څېړونکې نائله محسود په یوه مقاله کې چې عرب‌نیوز خپره کړې، لیکلي چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د تورخم لار نه یوازې له افغانستان سره د سوداګرۍ د یوې مهمې لارې په توګه، بلکې پر کابل د فشار راوړلو د یوې وسیلې په توګه هم کارولې ده. هغې زیاته کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې او له نویو ټرانسپورټي شرکتونو، سوداګریزو استازو او د پیسو د لېږد له نویو لارو چارو سره بلد شوي دي. د دې په باور، ښایي دغه سوداګر د لارو له بېرته پرانیستل کېدو وروسته هم په اسانۍ پخوانیو لارو ته ستانه نه شي. محسود لیکلي چې د پاکستان د درمل جوړولو صنعت هم له هغو برخو دی چې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله ډېر زیانمن شوی دی. د هغې په مقاله کې راغلي چې د پاکستان د درملو د صادراتو ټولیز ارزښت له ۴۵۷،۴۶ میلیون ډالرو څخه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-14 08:57:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستانۍ څېړونکې: بدیلو لارو ته د افغان سوداګرو مخه کول د پاکستان صادراتي بازارونه کمزوري کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-14 13:23:26

پاکستانۍ څېړونکې: بدیلو لارو ته د افغان سوداګرو مخه کول د پاکستان صادراتي بازارونه کمزوري کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button