Politicsافغانستانبغلانپښتو

د بغلان په پوهنتون کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت… — Bakhtar

روان خبرPoliticsبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-14 12:22:17🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په بغلان پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه ۷۵ زره افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې دي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار وویل چې د ښوونیزو او علمي بنسټونو پياوړي کول او پراختیا د لوړو زده‌کړو وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او په دغه برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.نوموړي د علمي بنسټونو پر ملاتړ او د پروژو پر وخت او باکیفیته پلي کېدو ټینګار وکړ او د چارو د کیفیت د جدي څارنې او له برابر شویو امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.په ورته وخت کې، د بغلان پوهنتون رئیس مولوي صدیق‌الله خالد منصور باختر اژانس ته وویل، چې په دغو پروژو کې د ساتونکو د خونې جوړول، د سړکونو په غاړو کې د ویالو جوړول، د پوهنتون د انګړ هوارول، د کرنې پوهنځي لپاره د چرګانو د روزنې فارم جوړول، د لیلیې د دوو ودانیو ترمیم او رنګول او د اوبو زېرمې او شبکې جوړول او ترمیم شامل دی.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-14 12:22:17

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بغلان په پوهنتون کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-14 09:29:47

د بغلان په پوهنتون کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button