Kabulافغانستانامنیتدری

په کابل کې د هبت‌الله په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-15 01:32:18🎙 رادیو را بشنوید

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو په موخه د دیني عالمانو یوه لویه غونډه جوړېږي چې د افغانستان له یوشمېر ولایتونو څخه به دیني عالمان او د هبت‌الله ملاتړي په‌کې ګډون وکړي. سرچینو د شبنې په ورځ (د لړم ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې دغه غونډه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په همغږۍ او لارښوونه د یادې ډلې د امربالمعروف وزارت د ریاست‌الوزرا دفتر او یوشمېر نورو وزارتونو په همکارۍ جوړېږي. سرچینې وايي، د غونډې اصلي موخه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو په اړه د سراج الدین حقاني او د یادې ډلې پر یوشمېر لوړ پوړو چارواکو فشار راوړل او هغوی د هبت‌الله د فرمانونو په عملي کولو کې له هر ډول مخالفت څخه لاس اخیستل دي. که څه هم تراوسه د غونډې د رسمي ځای او وخت په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو د سرچینو په وینا د کابل پوهنتون او لویې جرګې خېمې شاوخوا سیمې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوې دي. سرچینې زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې د دغه سیمو د امنیت لپاره طالب ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي. پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-15 01:32:18

خط زمانی

  1. AF International

    په کابل کې د هبت‌الله په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د عملي کولو په موخه لویه غونډه جوړېږي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-14 23:15:13

په کابل کې د هبت‌الله په ملاتړ او د هغه د فرمانونو د عملي کولو په موخه لویه غونډه جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button