Kabulافغانستانامنیتپښتو

د طالبانو تر واک لاندې ښځې او شخصي کاروبار — Dw

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-15 08:18:35🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې د مني یوه ماسپښین دی. د یوې کوچنۍ خونې پر غالۍ د لرګیو د نقش کولو وسایل، خط کشونه او نور کاري تجهیزات ایښي دي. مینا رحمان د یوه ټیټ مېز تر شا ناسته ده او په احتیاط د لرګي پر یوې ټوټې هغه نقشونه کيندي چې د مندالا په څېر بڼې پرې رسم شوې دي. هغې وویل: «پخوا دا یوازې زما شوق و، خو نن زما مسلک دی.» رحمان، چې د امنیتي دلایلو له مخې دا نوم مستعار کاروي، په اصل کې وکیله ده. کله چې پنځه کاله وړاندې طالبان بیا واک ته ورسېدل، هغې د ښاري پراختیا وزارت کې د حقوقپوهې په توګه کار کاوه. خو وروسته طالبانو پر ښځو په ډېری دولتي ادارو کې د کار بندیز ولګاوه. هغې وویل چې تر یو کال پورې یې په یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړ، خو وروسته طالبانو هغه هم وتاړه. نن افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ له تر ټولو محدودو هېوادونو څخه بلل کېږي. د ښوونځیو او پوهنتونونو ترڅنګ ښځې د عامه ژوند له ډېرو برخو محرومې شوې دي. تېره ورځ د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور د طالبانو د څلورو لوړپوړو مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړل. رحمان وایي: «حکومت اوس…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-15 08:18:35

مهالوېش

  1. Dw

    د طالبانو تر واک لاندې ښځې او شخصي کاروبار

سرچینې

External sources

DwPS
2026-11-15 08:18:06

د طالبانو تر واک لاندې ښځې او شخصي کاروبار

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button