Summary: له شاوخوا ۵۰ کلونو کډوالۍ وروسته لوګر ولایت ته راستنې شوې یوې افغانې کورنۍ د یوه کوچني کاروبار په پیلولو سره خپل اقتصادي وضعیت ښه کړی او د راتلونکي لپاره یې هیلې زیاتې شوې دي. د یادې کورنۍ غړي استاد سیف الله باختر اژانس ته ویلي چې هېواد ته له راستنېدو وروسته یې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د کباب پخولو یو کوچنی هوټل پرانیستی، چې له ښه هرکلي سره مخ شوی دی.د نوموړي په وینا، د کباب پخولو کسب ورته له پلارونو څخه په میراث پاتې دی او د دې کاروبار له لارې یې په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.هغه زیاته کړې چې هوټل یې د پل علم ښار د کوچیانو لېسې ته څېرمه موقعیت لري او د خلکو تود هرکلي یې د کاروبار د پراختیا لپاره لا زیاتې هیلې پیدا کړې دي.بل خوا د نوموړي یو شمېر پېردونکي وایي د استاد سیف الله د لاس کباب د ځانګړي خوند له امله ګڼ مینه وال پیدا کړي او ان د نورو ولایتونو خلک هم د هغه هوټل ته د کباب خوړلو لپاره ورځي.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر یې د شخصي کاروبارونو په پیلولو سره نه یوازې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې نورو هېوادوالو ته هم د کار زمینه برابروي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
له ۵۰ کلونو کډوالۍ وروسته لوګر ته راستنې شوې کورنۍ خپل کاروبار پیل کړی
منابع
Afghan sources
له ۵۰ کلونو کډوالۍ وروسته لوګر ته راستنې شوې کورنۍ خپل کاروبار پیل کړی