افغانستانامنیتپښتو

باجوړ کې پر سیاسي غونډو یو میاشتنی بندیز ولګول شو — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-15 13:35:57🎙 راډیو واورئ

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ادارې د «امنیتي وضعیت» له امله پر ټولو سیاسي غونډو، دولت ضدو ویناوو او وسلو ګرځولو یو میاشتنی بندیز لګولی دی. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پرېکړه د باجوړ مرستیال کمېشنر عدنان فرید افریدي کړې ده.په خبرپاڼه کې ویل شوي، د قانون او نظم د وضعیت له امله د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او د سولې د ټینګښت لپاره دغه محدودیتونه اړین بلل شوي دي.چارواکو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې دغې ولسوالۍ ته پر ورغلو لارو امنیتي تدابیر سخت کړي او د هر ډول غونډو مخه ونیسي.دا بندیز د نومبر له ۱۵مې نافذ شوی او د ډسمبر تر ۱۵مې پورې به پر ځای وي. چارواکو ویلي، د پرېکړې سرغړوونکي به د پاکستان د جزا قانون له مخې مجازات شي.باجوړ کې له تېرو څو کلونو راهیسې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي. تېره میاشت هم په دې ولسوالۍ کې د وسله‌والو د برید پر مهال یو پولیس افسر وژل شوی و.دا پرېکړه داسې مهال شوې چې پاکستاني پوځ په وروستیو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د لسګونو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې ده. افغانستان انټرنیشنل – پښتو سره په ځانګړې مرکه کې حاجي جلیل جان وویل چې جمعیت علماء اسلام دومره کمزوری ګوند نه دی چې داسې بې بنسټه کمپاین به یې متاثره کړي، بلکې موږ…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-15 13:35:57

مهالوېش

  1. AF International

    باجوړ کې پر سیاسي غونډو یو میاشتنی بندیز ولګول شو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-15 11:26:48

باجوړ کې پر سیاسي غونډو یو میاشتنی بندیز ولګول شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button