EnglishKabulافغانستانامنیت

د یمن حوثیانو ۶۰۰ جنګي بندیان خوشي کړي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-15 20:59:54🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ویلي چې د یمن حوثیانو د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې ۶۰۰ جنګي بندیان په یو اړخیز اقدام کې خوشي کړي دي. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، سره صلیب نړۍوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې استازو یې د بندیانو تر خوشې کېدو مخکې له هغوی سره جلا مرکې کړې او د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره یې مرستې برابرې کړې دي. د یادې کمېټې په وینا، دغه بهیر د حوثیانو د بندیانو چارو ملي کمېټې پیل کړی او د ۲۰۱۸ کال د سټاکهولم هوکړې برخه نه ده. سره صلیب ټینګار کړی چې د خوشې کېدونکو کسانو په ټاکلو او د هغوی په شمېر کې یې هېڅ ونډه نه درلوده. د حوثیانو د بندیانو چارو ملي کمېټې مشر عبدالقدیر المرتضی د ۶۰۰ بندیانو خوشې کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې سره د یمن د جګړې له پیله د دغې ډلې له خوا په یو اړخیز ډول د خوشې شویو بندیانو شمېر ۲۶۱۲ ته رسېدلی دی. د یمن حکومت تر اوسه د دغو بندیانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي. یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کورنۍ جګړې ډګر دی؛ هغه مهال حوثیانو پلازمېنه صنعا او یو شمېر نورې سیمې ونیولې. په ۲۰۱۸ کال کې د یمن حکومت او حوثیانو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-15 20:59:54

Timeline

  1. Pajhwok

    د یمن حوثیانو ۶۰۰ جنګي بندیان خوشي کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-16 01:27:05

د یمن حوثیانو ۶۰۰ جنګي بندیان خوشي کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button