EconomyEnglishافغانستانفراه

د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره… — Bakhtar

DevelopingEconomyفراه1 SourcesUpdated: 2026-11-16 00:32:07🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي دي. د ماليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې د جوړېدو، د ابونصر فراهي ګمرک د سرحدي زېربناوو د پراختیا او د بیارغونې بهیر د چټکتیا، د ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیتونو او د دوغارون، ماهیرود او میلک بندرونو د ظرفیت لوړونې چارو د چټکتیا په اړه خبرې او هوکړې شوې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې ستاینه کړې ده. عراقچي همدا رنګه په افغانستان کې د اقتصادي ثبات په برخه کې د اسلامي امارت رغنده رول ستایلی او په اقتصادي او سیاسي برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Quick facts

Locationفراه
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-16 00:32:07

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-15 14:46:43

د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button