افغانستانامنیتدریغزني

غزني کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-16 04:55:38🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالي کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی. د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د قرباغ ولسوالۍ په جمال‌خېلو کلي کې شوې ده. سرچینه زیاتوي، ‎دوو ماشومانو د دهشکې یوه ناچاوده مرمۍ موندلې وه او بیا یې په اور اېښې چې له امله یې چاودنه کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې ۱۴ کلن عبدالله ژوند له لاسه ورکړی او اووه کلن مطیع‌الله ټپي شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ‎د غزني د ګیرو ولسوالۍ په شېرزاده کلي کې پر یوې ۳۰ کلنې ښځې لاسي بم چاودنه کړې وه او ژوند یې له لاسه ورکړی و.

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-16 04:55:38

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-16 09:25:12

غزني کې د مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button