Summary: په پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي بودجې څخه د ۲۰ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د شپږ پوړیزې شپه غالي(لیلې) ودانۍ د پاتې رغنیزو چارې پيل شوې. د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صفت الله حقاني د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د یادې ودانۍ چارې به په ټاکلي وخت د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شي.د نوموړي په وینا د یادې پروژې په بشپړېدو سره به محصلینو ته د استوګنې اسانتیاوې برابرې شي،د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیا پوهنتون کې د لومړي بلاک د شپږ پوړیزې ودانۍ او د فاضله اوبو د څاه جوړولو چارې د ۲۶ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پکتیا پوهنتون کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې
سرچینې
Afghan sources
پکتیا پوهنتون کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې