Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشو ریاست اړوند په مشهد ښار کې د فرهنګي مرکز مسئول مفتي عبدالمنان ثاقب؛ د مشهد فردوسي نړیوال پوهنتون له رئیس ډاکټر جعفري سره کتلي دي. باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او د علمي همکاريو پر پراختیا خبرې وشوې او په نږدې راتلونکي کې پر يوې ګډې فرهنګي غونډې پر ترسره کېدو هم هوکړه وشوه چې افغان فرهنګي شخصیتونه، لیکوالان او شاعران به پکې ګډون وکړي.په کتنه کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو په اړه هم خبرې شوې او د یاد پوهنتون له لوري افغان زده کړیالانو ته د فیس په برخه کې ۵۰ سلنه تخفیف منل شوی دی.د کتنې په پای کې، نورو افغان زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې او دواړو لوریو د ګډو فرهنګي او علمي غونډو او فرهنګي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې
Sources
Afghan sources
د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې