Summary: د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په غازياباد ولسوالۍ کې د ۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص باختر اژانس ته ویلي، چې دغه روغتیایي مرکز د عامې روغتیا وزارت له لوري د غازياباد ولسوالۍ په درین دره سیمه کې په اساسي ډول جوړېږي.د نوموړي په وینا، د دغه مرکز په جوړېدو سره به ۱۵ زره کورنیو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي او د جوړولو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کونړ په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.
اطلاعات کوتاه
مکانکونړ
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-11-16 12:33:08
خط زمانی
-
Bakhtar
کونړ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې