Summary: د فراه د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه سخت ټپیان شوي دي. د فراه امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر مسوول ملا کلیمالله ننګیال باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه د لویو باروړونکو موټرو د تمځای ترڅنګ د یوه اکوا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.د نوموړي په وینا، موټر د چپه کېدو پر مهال له سړک څخه وتلی او له یوې هټۍ سره لګېدلی دی، چې له امله یې څلور تنه سخت ټپیان شوي دي.سرچینه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.د یادونې وړ ده، چې د ټپیانو له ډلې د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
Quick facts
Locationفراه
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-16 12:33:12
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شول
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-11-16 06:08:57
فراه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شول