افغانستانامنیتبلخدری

ایران د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي |… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-07 12:24:46🎙 رادیو را بشنوید

د امریکا د دوو چارواکو په حواله راپورونه ښيي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د دوشنبې په شپه د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو لږ تر لږه دوه توغندي توغولي دي. د «اکسیوس» د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې دوو سوداګریزو کښتیو ته د پام وړ زیانونه اوښتي، خو چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی. د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې (UKMTO) هم تایید کړې چې یوې تېل لېږدونکې کښتۍ د اومان ختیځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې د نامعلومه توغندي د لګېدو له امله اور اخیستی دی. د وال سټریټ ژورنال د راپور پر بنسټ، په نښه شوې کښتۍ د قطر د مایع ګازو د ترانسپورت اړوند (الرقیات) نومېږي چې د انجن خونه یې په بشپړ ډول له لوګي ډکه شوې، خو کارکوونکي یې روغ رمټ دي. دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوشنبې ورځ وویل چې واشنګټن به له ایران سره یا یوې هوکړې ته ورسېږي او یا به د پوځي اقدام له لارې «کار پای ته ورسوي»، خو ایران هم په سمندري راډیوګانو کې کښتیو ته ګواښ کړی چې د دوی توغندي او ډرون بریدونو ته چمتو دي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-07 12:24:46

خط زمانی

  1. Amu TV

    ایران د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-07 02:54:19

ایران د هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button