Kabulافغانستانامنیتپښتو

د ۱۴۰۵ د لړم ۲۵ – د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-16 23:02:04🎙 راډیو واورئ

د کابل پوهنتون د استادانو له منځه سرچینې آمو ته وايي، چې طالبانو د دې پوهنتون په نننۍ غونډه کې له ګډونوالو غوښتي، چې د پوښتنلیک په ډکولو سره، هبت‌الله اخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکولو په اړه رایه ورکړي. دا غونډه«د رهبر د فرمانونو د اغېزو د څېړنې په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» تر سرلیک لاندې، د ژوندۍ خپرونې له ترسره کولو پرته جوړه شوه. په دې غونډه کې لوړپوړو طالب چارواکو د اخندزاده پر ملاتړ او د هغه د فرمانونو پر پلي کولو ټینګار وکړ. په میدان وردګ کې د طالبانو والي خیرالله خیرخواه، افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ جغرافیه وبلله چې د ده په وینا، «اسلامي نظام» پکې حاکم دی. د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني هم د نورو د لاسوهنې پر نه منلو ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ ژبنی او مذهبي اختلاف نشته.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-16 23:02:04

مهالوېش

  1. Amu TV

    د ۱۴۰۵ د لړم ۲۵ – د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-16 16:25:46

د ۱۴۰۵ د لړم ۲۵ – د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button