Summary: د افغانستان اسلامي د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د وردګ پوهنتون له لوري، په کابل پوهنتون کې جوړ شوي 'له اسلامي قیادت څخه تر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو پورې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز کنفرانس' د پرانیستې په مراسمو کې د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات، د ریاستالوزراء اداري مرستیال او د کورنیو چارو، عدلیې، د بهرنیو چارو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزيرانو، د استخباراتو عمومي رئیس، د میدان وردګو د والي سربېره، د وزیرانو شورا د یو شمېر نورو غړيو، ګڼ شمېر واليانو، د مستقلو ادارو رئیسانو، د هېواد مشهورو شیوخ کرامو، د لوړو زده کړو وزارت او وردګ پوهنتون رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استاذانو او څېړونکو په شمول، شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی و. د لوړو زده کړو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد کنفرانس د پیل په مراسمو کې د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني وویل: الحمدلله ټول افغانسان د واحد نظام او یوه امیر تر چتر لاندې راغی او ټول په اتفاق او اتحاد کې د یوه امیر تر حکم لاندې په خوشحالۍ سره ژوند کوي. قاضي القضات زياته کړې ده: "څومره چې رسنۍ تبلیغات کوي، دومره لوږه په افغانستان کې نشته، هغوی زموږ دښمنان دي او غواړي زموږ دغه نظام (نعمت) پټ کړي. د اسلامي نظام بقا په وحدت کې ده، نو راځئ چې خپل وحدت ټینګ وساتو او د خپلو امراوو اطاعت وکړو." وروسته د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې د علماء کرامو او استادانو مبارزه له هېچا پټه نه ده، د هغوی قیام او قربانیو ورکول د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وو. هغه زياته کړې ده: "عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله فرمان صادر کړ چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو او مخدره توکو کمښت، تجارت او کارونه بنده ده او ورسره یې د ټولو روږدو درملنه پیل کړه او دې ته ورته پر مهمو مسایلو یې فرمانونه صادر کړي دي." دغه راز د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، تر جهادي دورې اوسنی مسئولیت او کار ډېر سخت بللی او د فرمانونو په اړه یې ویلي دي: "موږ باید د اسلامي نظام پر اهمیت او عظمت خلک پوه کړو، ځکه ډېر خلک یې په عظمت او اهمیت نه پوهېږي." د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د دغه کنفرانس موخه د اسلامي نظام استحکام دی او د دې لپاره په دغه کنفرانس کې علماء کرامو، استادانو او محقیقینو ډېر کار شوی دی. همدا رنګه د عدلیې وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي ویلي دي: "زموږ اساسي قانون قرآنکریم دی، دغه قانون شرعي دی او له شریعت څخه اخیستل شوی دی، وضعي قوانین غیر شرعي او د اسلام خلاف دي." هغه د نظام استقامت د قانون په شتون کې ګڼلی او زياته کړې يې ده چې په دغه کنفرانس کې چې پوهانو او محقیقینو کومې مقالې لیکلي دي؛ دا د راتلونکو نسلونو لپاره ډېر لوی خدمت دی. د کنفرانس په بهير کې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ مولوي محمد خالد الحنفي ویلي دي: "له نورې نړۍ سره زموږ توپیر دا دی چې زموږ منهج امر بالمعروف او نهي عن المنکر دی او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د غوره والي یوه وجه هم ده." د استخباراتو عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: "تاسې یوه داسې استخباراتي اداره لرئ چې د هر ډول جنایتونو پر وړاندې خپلې هڅې کوي؛ نو راځئ چې دا فرامین عملي کړو او په عملي کولو کې یې خپل ما تحت کسان تعقیب کړو." دغه راز د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه ویلي چې افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینۍ جغرافیه ده چې اسلامي نظام پکې حاکم دی او کومې مقالې چې د دغه کنفرانس په اړه لیکل شوې دي، د دین د نفاذ په برخه کې په دنیا کې ساری نلري. ورته مهال، د وردګ پوهنتون رئیس شیخ محمد عابد حقاني ویلي دي: "ځینې خلک پر فرامینو نیوکې کوي، مخکې هم مشرکانو په شریعت نیوکې کړې دي؛ خو علماوو یې مقابله کړې، اوس هم الحمدلله علماوو په فرامینو د نیوکو مقابلې کړې او د دغه کنفرانس لپاره یې زرګونه مقالې پرې لیکلې دي." په ياد کنفرانس کې پر ټولنې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو اغېزې څېړل شوې چې موخه یې په شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې پرمختګ او د ستونزو حل دی. د مسئولينو په وينا، د ياد کنفرانس لپاره د علماء کرامو، استادانو او محقیقینو له لوري ۱۸۷۶ مقالې لیکل شوې وې چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته، ۹۴۷ مقالې منل شوې چې یو شمېر به یې په کنفرانس کې وړاندې شي. هېره دې نه وي چې د ياد کنفرانس لپاره لیکل شوې مقالې د «موسوعة المقالات العلمیة حول فرامین أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه في تطبیق الشریعة الاسلامیة» تر عنوان لاندې ۷۵ جلده کتاب او لنډیزونه یې په ۶ جلدونو کې چاپ شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کابل؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز څلور ورځنی کنفرانس پیل شو
سرچینې
Afghan sources
کابل؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو د اغېزو علمي ــ څېړنیز څلور ورځنی کنفرانس پیل شو