Summary: د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې؛ د ياد هېواد د انرژۍ له وزیر عباس علي ابادي سره کتلي دي. د ماليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د شته فرصتونو، افغانستان ته د برېښنا لېږد، د انرژۍ په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د ایران د انرژۍ وزیر، د انرژۍ تولید په برخه کې د ایران د لوړ ظرفیت یادونه کړې او په افغانستان کې یې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، له نورو هېوادونو څخه د برېښنا ټرانزیټ په برخه کې د پوره همکاریو ژمنې کړې او ټینګار یې کړی، که د افغانستان برېښنا شبکه د توزېع لپاره چمتو وي؛ ایران چمتو دی ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا سمدستي افغانستان ته ولېږدوي. علي ابادي له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې د مخکینیو قراردادونو د پر وخت تادیې له امله مننه کړې او د برېښنا په برخه کې یې د مسلکي او تخنیکي همکاریو د یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی دی. د هېواد د مالیې وزیر هم په خپلو خبرو کې، د ایراني چارواکو د تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ؛ د برېښنا په برخه کې د ګډې مسلکي او تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه او یادونه یې کړې چې یاده کمېټه به د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت د دوه اړخيزو همکاریو د اقتصادي کمېسيون له اساسي کمېټو څخه وي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره وکتل