هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او… — Pajhwok
کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د هند په اتراکنډ ایالت کې ژورې کندې ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. هندوستان ټایمز د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه نن، سېشنبه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې، د دغه ایالت د تېهري ولسوالۍ ګولر بازار ته نږدې شوې ده. د راپور له مخې، بس له هریدوار څخه د چمولي پر لور روان و چې د ګولر پله په سیمه کې د چلوونکي له کنټروله ووت او شاوخوا سل متره ژورې کندې ته ولوېد. د هند پيټيآی خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې اوو کسانو د پېښې په ځای کې او یوه بل ټپي وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. سرچینې زیاته کړې چې ژغورونکو ټول ۲۶ ټپیان له بسه راایستلي، د سیمې د سختو لارو له امله یې پر کټونو تر سړکه لېږدولي او له هغه ځایه په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي
سرچینې
Afghan sources
هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي