کابل (پژواک) – شنونکي په اسلاماباد کې د ایکو سازمان غونډې ته د افغانستان د نه بلل کېدو په اړه وایي، افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مهمه کړۍ ده او له ګډون پرته یې سیمهییز اقتصادي اتصال له ستونزو سره مخ کېدای شي؛ نړیوال بانک او ملګرو ملتونو هم تر دې مخکې د سیمهییز اتصال په برخه کې د افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی دی. د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه د لړم په ۲۴مه او ۲۵مه په اسلاماباد کې ترسره شوه، خو اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو ته په داسې حال کې بلنه نه وه ورکړې چې افغانستان د یاد سازمان له لسو رسمي غړو هېوادونو څخه دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وړمه ورځ وویل چې افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان په راتلونکې سرمشریزه کې، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په تهران کې جوړه شي، ګډون وکړي چې دا د سیمهییز اقتصادي پیوستون په برخه کې د افغانستان د ژمنتیا څرګندونه کوي. هغه وایي چې له افغانستان پرته د اغېزناک سیمهییز اقتصادي پیوستون تصور له واقعیتونو لرې دی. د اذربایجان «اېنیوز» هم د نومبر په ۱۶مه په یوه تحلیلي راپور کې د ایکو په غونډه کې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
شنونکي: د افغانستان له ګډون پرته د سیمهییز اقتصادي اتصال هڅې له ستونزو سره مخ کېدای شي
منابع
Afghan sources
شنونکي: د افغانستان له ګډون پرته د سیمهییز اقتصادي اتصال هڅې له ستونزو سره مخ کېدای شي