Summary: د کاپیسا ولایت د کانونو ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت له کانونو څخه څه باندې دوه زره ۲۰۰ ټنه نفرایټ ډبرې استخراج شوې او شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د کاپیسا د کانونو رئیس مولوي عنایتالله ابلاغ باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج بهیر د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې له مخې روان دی او دا مهال د تګاب او الهسای ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د نفرایټ پنځه بلاکونه او د بېروج او یاقوت ۱۷۲ صوفې فعالې دي.د نوموړي په وینا، تر اوسه له دغو کانونو څخه څه باندې دوه زره ۲۰۰ ټنه نفرایټ ډبرې استخراج شوې او شاوخوا دوه زره ۵۰۰ کسان د یادو کانونو په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کاپیسا کې د روان کال په ترڅ کې څه باندې ۲۲۰۰ ټنه نفرایټ ډبرې استخراج شوې دي
Sources
Afghan sources
کاپیسا کې د روان کال په ترڅ کې څه باندې ۲۲۰۰ ټنه نفرایټ ډبرې استخراج شوې دي