EconomyKabulافغانستاندری

پاکستان ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-17 13:50:13🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – پاکستان ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې او دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد، د سیمه‌ییزو برېښنا شبکو د نښلولو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن د پاکستان د انرژۍ وزارت د برېښنا څانګې د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د برېښنا وزیر اویس احمد خان لغاري پرون په اسلام‌اباد کې د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر اناګلدي ساپاروف سره لیدلي دي. لغاري په دې لیدنه کې ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې پاکستان تاجکستان او قرغیزستان هم هڅولي، څو ازبکستان او ترکمنستان ته د دې پروژې د لېږد مزي د غځولو امکان وڅېړي. کاسا–۱۰۰۰ د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان ګډه پروژه ده چې تر ډېره د اوړي په میاشتو کې د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا سوېلي اسیا ته لېږدوي. دغه پروژه د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد لپاره طرحه شوې چې ۳۰۰ مېګاواټه یې افغانستان او زر مېګاواټه یې پاکستان ته ځانګړې شوې ده. د راپور له مخې، نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ارزونه کې ویلي چې په پاکستان، قرغیزستان او تاجکستان کې د پروژې د زېربناوو د جوړولو ډېری چارې بشپړې شوې، خو په افغانستان کې یې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-17 13:50:13

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پاکستان ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-17 18:17:52

پاکستان ترکمنستان ته له کاسا–۱۰۰۰ پروژې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button