EnglishKabulافغانستانامنیت

هبت الله خپلو مخالفانو ته؛ که راشئ د « اهلیت» له مخې څوکۍ… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-17 13:51:55🎙 Listen to radio

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده وایي، مخالفان یې کولای شي د وړتیا او اهلیت په شرط حکومتي چوکۍ ترلاسه کړي. د هغه په وینا، د اسلام له نظره د څوکۍ غوښتنه ناروا ده، خو که څوک استعداد ولري، حق به یې ورکړي. د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې د خپلو فرمانونو ملاتړ غونډې ته د وینا پر مهال د ده د واکمنۍ بهر مېشتو مخالفانو ته په خطاب کې ویلي ، چې که دوی هېواد ته ستانه شي، د اهلیت او استعداد پر بنسټ به د طالبانو په حکومت کې ورته چوکۍ ورکړي. د طالبانو مخالفانو بیا ټینګار کړی، چې طالبانو سره یې مخالفت پر څوکیو نه؛ بلکې پر اصولو او ارزښتونو دی او که طالبان غواړي یوه ملي روغه جوړه رامنځته شي، باید پراخو او اصولي خبرو ته غاړه کېږدي. د جو بایډن نوی کتاب د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» یا (Promise Me, America)تر سرلیک لاندې خپور شو. بایډن د امریکا د سناتور، مرستیال ولسمشر او په پای کې د ولسمشر په توګه، د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاستونو کې مستقیم رول درلود. هغه د خپل کتاب په هغه برخه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې، خپلې اوږدې تجربې بیان کړې او له جګړې څخه د امریکا د وتلو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-17 13:51:55

Timeline

  1. AF International

    هبت الله خپلو مخالفانو ته؛ که راشئ د « اهلیت» له مخې څوکۍ درکوم

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-17 13:33:25

هبت الله خپلو مخالفانو ته؛ که راشئ د « اهلیت» له مخې څوکۍ درکوم

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button