EconomyEnglishافغانستان

د ایران او افغانستان د ټولو ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته کېږي

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-11-18 09:57:01🎙 Listen to radio

د ایران او افغانستان د ګمرکونو چارواکو په تهران کې په یوه ګډه غونډه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده. د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال او د دغه هېواد د ګمرکونو عمومي رئیس فرود عسګري او د افغانستان د ګمرکونو عمومي رئیس محمدحامد احمد په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د ګمرکي چارو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي. د هوکړې له مخې، ټاکل شوې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون، ماهیرود او میلک درېیو ګډو سرحدي ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته شي، څو د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد چټک او د ټرانزیټ په بهیر کې ځنډونه کم شي. په دې غونډه کې د ګمرکي معلوماتو د برېښنايي تبادلې پر پراختیا هم خبرې شوې دي او دواړو لورو هوکړه کړې چې د دې کار له لارې به د سوداګرو لپاره د ګمرکي اسنادو او تشریفاتو بهیر چټک او اسانه شي. د ایران د ګمرکونو چارواکو د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکي اصولو او مقرراتو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو چمتووالی هم څرګند کړی دی. په ورته وخت کې، د افغانستان د ګمرکونو عمومي رئیس محمدحامد احمد د ایران د ګمرکونو له عمومي رئیس فرود عسګري غوښتي چې د ګډو ګمرکي موضوعاتو د څېړلو لپاره راتلونکې غونډه…

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-18 09:57:01

Timeline

  1. Parstoday

    د ایران او افغانستان د ټولو ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته کېږي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-11-18 09:51:27

د ایران او افغانستان د ټولو ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته کېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button