د بامیان ولایت د سربلاغ کلي یوه بېسرپرسته کورنۍ چې درې ښځې پکې ژوند کوي، آمو ته وايي چې د ثابت عاید د نشتوالي او سختو اقتصادي ستونزو له امله د راتلونکي ژمي لپاره د سونتوکو د پېرلو وس نه لري. دغه کورنۍ چې لیلا، د هغې ۱۲ کلنه لور شګوفه او د مېړه خور یې خدیجه پکې ژوند کوي، شپږ کاله وړاندې د لیلا د مېړه له مړینې وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده. د دوی د ورځني ژوند لګښتونه تر ډېره د خپلوانو او نږدې کسانو پر محدودو مرستو ولاړ دي، خو دوی وايي چې دا مرستې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم بسنه نه کوي. لیلا د ژمي د سړې هوا په اړه په اندېښنې سره آمو ته وايي: «هېڅوک نه لرم. پیسې هم نه لرو چې د سونتوکي واخلو. حیرانه پاتې یو چې کله ژمی سوړ شي، څه به کوو.» د لیلا ۱۲ کلنه لور شګوفه، چې د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده او اوس یې ښوونځي رخصت دي، هم د ژمي له رارسېدو سره د کورنۍ راتلونکي ته اندېښمنه ده: «پیسې نه لرو چې لرګي او سکاره واخلو او بېسرپرسته یو. زما پلار نشته. نه پوهېږو چې څه وکړو، حیران پاتې یو.» د لیلا د مېړه خور خدیجه هم آمو ته وايي چې د واورې اورېدو او سړې هوا له پیل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
بامیان کې بېسرپرسته کورنۍ د ژمي سونتوکي نه لري | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
بامیان کې بېسرپرسته کورنۍ د ژمي سونتوکي نه لري | آمو ټلویزیون