د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې ويلي، چې د متحده عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه یوه بار وړونکې الوتکه د کراچۍ په لوېدیځ کې له رادار څخه ورکه شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې که څه هم اوسني شرایط ستونزمن دي، خو د بلوچستان حکومت به له خپلو مسوولیتونو څخه شاته نه شي. د بلوچستان اعلی وزیر خپلې کابینې ته په خطاب کې وویل چې په تړلو خونو کې په ناسته د داسې سختو شرایطو مقابله نهشي کېدای. هغه زیاته کړه چې د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره باید چارواکي په خپله ډګر ته ووځي او د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. بګټي په خپلو خبرو کې ومنله چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو زیاته یې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په دې روانه جګړه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې ده چې په دغه برید کې یې له ۲۰ څخه زیاتو پاکستاني ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده. پر ډیورڼد کرښه پرتې د خيبرپښتونخوا…
Quick facts
Timeline
-
AF International
له شارجې څخه کراچۍ ته روانه بار وړونکې الوتکه له رادار څخه ورکه شوې ده
Sources
Afghan sources
له شارجې څخه کراچۍ ته روانه بار وړونکې الوتکه له رادار څخه ورکه شوې ده