Summary: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، نن د هرات د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د لومړي بلاک تړون چې ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومتره مربع مساحت لري؛ ۳۱۵ ميليونه ۵۹۴ زره افغانیو په پانګونې سره؛ د اسماعیل شېرزاد عزیزي د کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري، د یاد کان د تړون د لاسلیک کولو پرمهال ویلي چې د دغه کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک کېږي او قراردادي شرکت خپلې چارې په تړون کې د شویو ژمنو او د کانونو قانون او کړنلارې مطابق ترسره کوي. ويل شوي چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې ترڅنګ؛ د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې پنځه ميليونه افغانۍ هم لګوي او په پروژه کې به ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هرات د مالګې کان تړون لاسلیک شو