EnglishKabulافغانستانامنیت

نیویارک‌ټایمز: ټرمپ د ایران جګړې په اړه د ونس له دریځه ناراضه دی… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-18 20:41:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – نیویارک‌ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه د خپل مرستیال جي‌ډي ونس له څرګندونو ناراضه دی، خو بلخوا بیا په شخصي ناستو او خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ستايي او د ولسمشرۍ لپاره یې وړ بولي. د راپور له مخې، ټرمپ په تېرو دوو اونیو کې د ونس له دې دریځه چې په منځمهاله ټاکنو کې یې د جمهوري‌غوښتونکو د ماتې لامل د ایران جګړه بللې، سخت ناراضه شوی دی. سرچینو نیویارک‌ټایمز ته ویلي چې ټرمپ له خپلو سلاکارانو او متحدینو سره په خبرو کې ګیله کړې چې ونس باید ویلي وای چې د ایران پر وړاندې د جګړې پیلولو په اړه د ولسمشر پرېکړه سمه وه. راپور زیاتوي، ټرمپ په شخصي خبرو کې د مارکو روبیو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه د ولسمشرۍ لپاره پیاوړی نوماند کېدای شي؛ ځکه روبیو په وار وار د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام ملاتړ کړی او هغه یې د امریکا د ملي امنیت لپاره اړین بللی دی. ونس تر دې مخکې د جمهوري‌غوښتونکو د ټاکنیزې ماتې لامل د ایران جګړه بللې او ویلي یې وو چې هر ډول رښتینې ارزونه باید له همدې موضوع پیل شي؛ خو هغه وروسته په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې د جګړې په اړه د ده او ټرمپ ترمنځ…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-18 20:41:02

Timeline

  1. Pajhwok

    نیویارک‌ټایمز: ټرمپ د ایران جګړې په اړه د ونس له دریځه ناراضه دی او د روبیو ستاینه کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 01:09:30

نیویارک‌ټایمز: ټرمپ د ایران جګړې په اړه د ونس له دریځه ناراضه دی او د روبیو ستاینه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button