KabulPoliticsافغانستاندری

ټرمپ او شي جین‌پینګ د اپېک غونډې په څنډه کې جلا لیدنه کړې… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-19 07:26:18🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا او چین ولسمشرانو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د درې‌اړخیزې غونډې له جوړېدو مخکې جلا لیدنه کړې ده. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روان میلادي کال په ترڅ کې درېیمه لیدنه کړې ده. د راپور له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو، ګډو همکاریو او هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه خبرې کړې دي. ترمپ ویلي چې د چین له ولسمشر څخه به وغواړي چې د امریکا کرنیز محصولات ډېر وپېري. نوموړي په دې اړه ویلي: «له تاسو به وغواړم چې زموږ د بزګرانو لپاره ډېر کارونه وکړئ.» د چین ولسمشر شي جین‌پینګ هم له خپل امریکايي سیال سره پر همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټرمپ هڅې به په تاریخ کې ثبت شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-19 07:26:18

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ټرمپ او شي جین‌پینګ د اپېک غونډې په څنډه کې جلا لیدنه کړې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 11:55:09

ټرمپ او شي جین‌پینګ د اپېک غونډې په څنډه کې جلا لیدنه کړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button