نن، د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۹مه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له اتیايمې کلیزې سره برابره ده. افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، د ملګرو ملتونو د سازمان رسمي غړیتوب ترلاسه کړ او ددغه نړیوال سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه وشمېرل شو. په هغه وخت کې سردار شاه محمود خان د افغانستان صدراعظم و. د افغانستان د غړیتوب بهیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۳۴مې پرېکړهلیک له مخې بشپړ شو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنی استازی محمد کبیر لودین و، چې د ۱۳۳۱ هجري لمریز کال په شاوخوا کې یې په دغه سازمان کې دنده پیل کړه. افغانستان له هماغه وخته د نړیوالو اړیکو، سولې، امنیت او څو اړخیزې همکارۍ په برخو کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو برخه پاتې شوی دی. ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسنی حالت افغانستان، له اتیا کلونو تېرېدو وروسته، لا هم د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب لري او د دغه سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو په ډله کې شامل دی؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب موضوع د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ډیپلوماټیکو ننګونو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو تر اوسه د طالبانو د حکومت استازو ته د افغانستان د څوکۍ باورلیکونه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
افغانستان او ملګري ملتونه، ۸۰ کلنه ملګرتیا | آمو ټلویزیون