میدان ښار ( پژواک) – په میدان وردګو ولایت کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو، د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په موخه د «باختر درخشان» درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د دغه ولایت بېلابېل تولیدات، کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون نن د میدان وردګو ولایت په مرکز کې پرانستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس حافظ محمد یعقوب جاوید د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، دغه وزارت هڅه کوي په ټولو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو لپاره نندارتونونه جوړ کړي، څو د هېواد د تولیداتو بازارموندنې ته زمینه برابره او د پانګونې فرصتونه پراخ شي. د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي اجمل شینوزاده وویل، میدان وردګ کابل ته د نږدېوالي له امله د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري. هغه زیاته کړه، دغه ولایت په کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه مڼې تولیدوي او د مرمرو په ګډون ۱۷۴ ډوله معدني زېرمې لري، چې د اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیتونه ګڼل کېږي. ده د لاسي صنایعو د ودې او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه او د دغه ولایت د تخته کوتل صنعتي پارک د پرانیستلو پر اهمیت…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
میدان وردګو کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی دویم نندارتون پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
میدان وردګو کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی دویم نندارتون پرانیستل شو