KabulSportsافغانستاندری

د فوټبال نړۍوال جام؛ ارجنټاین او سویس د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-08 05:27:16🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۷چنګاښ ۱۴۰۵): د ارجنټاین او سویس ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۱۶غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د ارجنټاین او مصر، د سویس او کولمبیا لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې. په یادو سیالیو کې یوه لوبه د ارجنټاین او مصر لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر ۲ ارجنټاین وګټله او په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه. په یاده لوبه کې د مصر لوبډلې لپاره یاسر ابراهیم د لوبې په ۱۵مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه او ورپسې مصطفی زیکو د لوبې په ۶۷مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ او د مصر لوبډله ۲ پر صفر له ارجنټاین څخه مخکې شوه. د ارجنټاین لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمایي هیڅ ګول ترلاسه نه کړ خو د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې کریستیان رومېرو لومړۍ ګول وواهه، ورپسې لیونل میسي په ۸۳مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې له مصر سره ۲ پر ۲ مساوي کړه. دغه‌راز، اینزو فرناندېز د لوبې د اضافي وخت په ۹۲مه دقیقه کې د ارجنټاین لپاره درېیم ګول وواهه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-08 05:27:16

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د فوټبال نړۍوال جام؛ ارجنټاین او سویس د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-08 09:54:27

د فوټبال نړۍوال جام؛ ارجنټاین او سویس د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button