Summary: د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخالاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د زابل ولایت د مرکز قلات ښار اړوند د مېزاني اډې په ختیځه برخه کې پر ۷۰ جریبه ځمکه د عیدګاه جومات او د مدد چوک په سیمه کې پر ۱۰ جریبه ځمکه د یو ستر جامع جومات د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودې. په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د زابل والي ملا شيرمحمد شريف، د غزني والي، د زابل مرستيال والي، د کندهار او زابل امنيه قوماندانانو، او یو شمېر نورو مسوولینو او سوداګرو هم شتون درلود، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د زابل ولایت د مجاهدو خلکو قربانیو ته په اشارې وویل چې زابل خلکو او مجاهدینو د جهاد په لاره کې ډیرې قربانۍ ورکړې، شهیدان یې ورکړي او الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي. همدا راز یې د جوماتونو د جوړېدو پر ارزښت او د دیني زدهکړو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د علم او معارف د ودې، د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا او د علماوو د مقام د درناوي په اړه مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې. نوموړي د علم او دیني زدهکړو پراختیا د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله او د جوماتونو ابادول یې د دیني چارو د پرمختګ او د خلکو د دیني پوهاوي لپاره مهم وبلل. د یادو جوماتونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د عبادت او دیني زدهکړو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په زابل کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې
سرچینې
Afghan sources
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په زابل کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې