په دایکنډي کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو شمېر ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دغو نجونو د کورنیو غړي یې د حجاب د نه مراعتولو په تړاو د «اصلاحي سپارښتنو» لپاره خپلو ادارو ته ورغوښتي وو. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جمعې په ورځ (د لړم۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دایکنډي ولایت د یو شمېر نجونو خپلوان د دې ډلې ادارو ته احضار شوي او هغوی ته «لارښوونیزې او اصلاحي سپارښتنې» شوې دي. په دایکنډي کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، دغه اقدام د طالبانو له غوښتل شوي حجاب څخه د پیروۍ او د «ټولنې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې» په موخه شوی دی. دغه ادارې ادعا کړې، چې له نجونو سره ناوړه چلند نه دی شوی او هېڅوک هم نه دي نیول شوي. طالبانو په دایکنډي کې د نجونو د نیولو راپورونه رد کړي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د نیولو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. تر دې وړاندې، سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په بازار کې څلور تنکۍ نجونې د چادري نه اغوستلو له امله نیولې وې….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبان: د حجاب د نه مراعتولو له امله مو د نجونو کورنۍ ورغوښتي
سرچینې
Afghan sources
طالبان: د حجاب د نه مراعتولو له امله مو د نجونو کورنۍ ورغوښتي