EnglishKabulافغانستانامنیت

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-21 02:10:11🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر وايي، له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي. سویسي چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته د پیسو له ورکړې پرته اړمنو خلکو ته رسېږي. په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پاملا ستاتاکیس له سویس‌اېن‌فو رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري مرستو د فعالیتونو او د مرستو رسولو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي. اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په کابل کې د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو په لرلو فعالیت کوي. د هغه په وینا، د بشري مرستو برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د هغوی د ژوند د معیشت ملاتړ د دغه دفتر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې، ښځې، نجونې او بې‌ځایه شوي کسان د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر نورو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. پاملا ستاتاکیس ویلي، په افغانستان کې د سویس د دفتر ساحوي حضور دغه هېواد ته دا زمینه برابروي چې د خلکو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-21 02:10:11

Timeline

  1. AF International

    سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-20 23:14:20

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button